IQNA

  د «العفاسي» ګمراه کوونکې ایډیالوژي پخپله سپکاوی او زیان دی

11:14 - May 03, 2026
د خبر لمبر: 3492719
ایکنا -  د عراق نړیوال قاري، استاد علي الخفاجي، ټینګار کړی چې د مشاري راشد العفاسي وروستي دریځونه، چې د ایران پر وړاندې د امریکایي ـ صهیونیستي تېري ملاتړ کوي، ښي چې هغه د ایمان له لارې وتلی دی. هغه وویل: دا دریځونه د دې کویتي قاري فکري حدود څرګندوي، او د هغه ګمراه کوونکې ایډیالوژي تر ټولو لومړی خپله هغه ته زیان رسوي.

مشاري العفاسي، چې یو مشهور قاري او د کویت د لوی جومات امام دی، په دې وروستیو کې یې د «تبت یدین ایران واللي مع ایران» تر عنوان لاندې یو کلیپ خپور کړ او ټولو هغو کسانو ته یې چې له اسلامي ایران سره ولاړ دي، خطاب وکړ او خپله اصلي څېره یې نړۍ ته ښکاره کړه.

هغه په دې کلیپ کې د «تبت یدا ابي لهب وتب» آیت تحریف کړ او شعار یې ورکړ: د ایران او اخوان المسلمین لاسونه دې پرې شي، پرته له دې چې د غزې کې د صهیونیستي رژیم جنایتونو او د بې ګناه نجونو د وژنې یادونه وکړي. هغه همدارنګه د ځینو عربي هېوادونو د حاکمو رژیمونو مشران وستایل.

الخفاجي زیاته کړه: مشاري العفاسي د دې شعار په وسیله د ټرمپ او نتانیاهو د دریځونو ویاند ګرځېدلی او د ایران او هغه ملت پر ضد غږ پورته کوي چې د انسانیت، دین او اخلاقو له مخې ځانګړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې ایران حتی په جګړې کې هم د اسلام د پیغمبر (ص) او اهل بیتو (ع) اخلاق او سیرت ښودلې.

الخفاجي د دې قاري د افکارو د اغېزو په اړه وویل: په ډېرو عربي هېوادونو کې د ټولنیزو شبکو کاروونکو او فعالانو دا دریځ غندلی، بد بللی او آن پرې ملنډې وهي، ځکه دوی باور لري چې دا ډول موسیقي او سندرې حرامې دي او د ایمان له لارې انحراف دی.

هغه زیاته کړه: له بده مرغه العفاسي یوه ګمراه کوونکې ایډیالوژي غوره کړې او د خپلو ګناهونو پایلې به وویني. نو هغه له دې اثر سره، مخکې له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت ته زیان ورسوي، خپل ځان ته ئې زیان رسولی، او دا خبره په ښکاره توګه لیدل کېږي.

ایدئولوژی گمراه‌کننده «العفاسی» اهانت و آسیب به خود است

علي الخفاجي د دې مشهور قول په یادولو سره چې «څومره ډېر داسې قاریان دي چې قرآن پرې لعنت وايي»، ټینګار وکړ چې باید د دې پېښې په اړه روښانه دریځ ونیول شي، او د ښه پای (عاقبت بخیرۍ) او د عقیدوي اصولو پر ثبات یې اهمیت څرګند کړ.

هغه د ابن ملجم برخلیک ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې هغه هم یو خوږ غږ لرونکی قاري و، خو ښکلی غږ یوازې بسنه نه کوي، بلکې ټینګ ایمان او رښتینې عقیده هم ضروري ده.

https://iqna.ir/fa/news/4348287

captcha